غزل
و سړي وته دا خپل عيب ويښته دی
خوشحال خان خټکو سړي وته دا خپل عيب ويښته دی
د بل عيب ورته لا کټه تر غره دی
په خپل ځان پسندنه نېکه په بل بده
دا مذهب د مؤمنانو مذهب نه دی
هنرور يې، نېک سيرت ، بلند اختر يې!
که بل تا وته تر خپله ځانه ښه دی
چې مې يو ځله اخلاص ورسره وشو
يار که سل ځله جفا کا تور لېمه دی
بيا د خپل مېن زما له سترگو نه ځي
که په سترگو کې مې څرخ لکه باڼه دی
چې غمونه درته راوړي سترگې، غوږ دي
چې دې ځان د بل مريی کا هغه زړه دی
که خواړه خوري که اوبه څښي په دا څه شي
مرده دل که ژوندی وينې شمار په مړه دی
زما زړه تر کاڼي سخت و، ښوی ترې پرېوت
تر الماس يې دغمزې غشی تېره دی
که ياران مې تر حساب، تر شماره تېر دی
په گوگل کې مې زړه يودی، ديوه دی
د سړي د صورت کار دا هسې نه وي
چې يې زړه د خوشال يووړ لا نور څه دی