غزل يا په زړه کې مهر ځای وای د بتانو خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 يا په زړه کې مهر ځای وای د بتانو يا يې ورکړای صبوري و عاشقانو 02 يا حيران عاشق په مرگ ومړای چې خلاص شوای يا يې هومره جور مه وای د چشمانو 03 چې ظاهر، باطن يې دواړه سره جوړ وي څه عجب خاصه مشرب دی د رندانو 04 چې په يار پسې روغ ځان سېځي په اورکې زه په دا رسم مين يم د هندوانو 05 د خپل يار په بدو خاندم، هوسېږم چېرې زړه نه شي راښه د رقيبانو 06 چې مې نوم په ژبه واخلي هسې خوښ يم لکه ږغ دخلاصي وشي په بنديانو 07 بيا په صبر د خوشال خټک اولجه کا راڅرگنده شوه سره کړې خوله په پانو د قاموس مانا × اصلي کلمه