غزل
يار مې غوښت، چې مې اندوه يوسي له دله
خوشحال خان خټکيار مې غوښت، چې مې اندوه يوسي له دله
نه چې کا دما په زړه د غم کرله
زړه مې وسپاره و تا ته چې ساته يې
نه چې ته يې سره وسرويه په بله
يو پيغام يې د وصال رالره راغی
د جهان خوښي يې ما وته بخښله
له اوله عشقبازي راته بازي وه
اوس همه راته راپېښه شوه مشکله
خدايه! تا په ښايسته و مبتلا کړم
چې له غمه يې خالي نه يم هيڅکله
که همه دنيا زما په لاس و دست وای
ما به کل د يار په زلفو وښندله
د هجران د تورې هسې شان گوزار دی
چې پرهار يې بل ځای نه کېږي بې دله
که د مستې د غمزې د تېغ مشتاق يې
لومړی خپله خون بها کړه ورته پله
که مې دا ځله صورت له غمه خلاص شي
نور توبه د عاشقيه له حاصله
ما په هېچا محصل نه و گمارلی
تا و مانه خپل خاطر راکړ په خپله
که ياري دې دخوشال سره هم داده
ستا ياري يې سر تر پايه وليدله