نظم

يوه بېړه دويم قهر

خوشحال خان خټک

يوه بېړه دويم قهر

په سړي پرېباسي قهر

که څوک دا خويونه ورک کا

تل به خوښ اوسي په دهر

دا هر چا لره بلا دي

لا ملوک لره دي زهر