نظم

يو دېرشم فصل - په بيان داصل دباری کې

خوشحال خان خټک

بارۍ اصل کې کوهي ده نور څه نه ده

د اشيان په بحر که کوهي د غره ده

د درياب په جزيره د عود په ونه

جگرخون کا د مرغيو په ساتنه

مگر گرځي دېو پری په هغه مځکه

اشياني بخرۍ موندله نه شي ځکه

په چوزۍ کې بارۍ ډېر داد و بېداد کا

چې په کور کې کرېزي شي نرخ کساد کا

بارۍ توره ده که سپينه زما وروره

خو په ډېرو کې يکرنگه بارۍ گوره

چې دوه رنگه چې درې رنگه چې قشقه وي

ترې حذر کړه خو يکرنگه بارۍ ښه وي

بارۍ هم لکه شاهين په دلبه بوله

چې په تاو په دلبه راشي سمه ټوله

ابداره يې څه خو سره بويه نه سپينه

چرغ شاهين ته غوښه سپينه ور کوينه

چې بحري په دلبه راسته شوه تياره

زر يې يوسه نور يې مه نسه له ښکاره

چې بارۍ له ښکار ونسي سړه شي

نور به ښکار درته ونه کا که زړه شي

د بارۍ دارو خو اصل پرمهره ده

پر مهره د پوست ،مغز دهډ سره ده

په بارۍ چې مرغابۍ ډېرې شکار کړې

بيا هاله په زاڼو قازو نو تلوار کړې

د بارۍ د ښکار هم لويه ننداره ده

که رېزه ته ميل ونه کاندي ښکاره ده

د بارۍ دچرغ ترميان څنگ څنگ پيدا شي

تر شنقاره هغه لا نوره بلا شي