غزل
يو گوی زما له زړه دې د بڼو په چوگان جوړ که
امیر حمزه شینواریيو گوی زما له زړه دې د بڼو په چوگان جوړ که
احساس نه مې دې شوخه يو د لوبو ميدان جوړ که
ته غواړه داد د حسن د سينگار د آيينې نه
ما ستا د محبت په حيرانۍ کې جهان جوړ که
تسکين دې په نايڼو د فطرت جوړې رانغی
دی حسن بې قرار چې آيينه کې دې ځان جوړ که
نبضونه مې د عشق وچليدل په دغه وينه
الفت نه چې ما نه پوره کيدونکی ارمان جوړ که
نن کوږ غوندې نظر د التفات يې راته ښکاري
اشنا و مرور راسره، کوم مهربان جوړ که
لذت له گټو اخلي هېڅ له خلقو خبر نه دی
اشنا چې ستا له کويه لېون ي بيابان جوړ که
يو غږ دې د راتلو و، وار خطا به نه وم ولې
راتگ د پسرلي ته ځمکې مخ د خزان جوړ که
خاموش به وم که ستا خوږې خبرې د مړښت وی
مجبور ومه له زړه چې ما خبرو ته ځان جوړ که
وعده دې نن له نورو نه څه کلکه معلومېږي
خو ستا دې تبسم مې د يقين نه گومان جوړ که
ما هر کله چې ستا د هېرولو ابر راوست
يادونو دې زما د زړه په سيمه باران جوړ که
خوبونه وو پرېشان د عشق په خوب کې مسلسل شول
ما ستا له تورو زلفو چې اشنا شبستان جوړ که
چا نوم د اشنا واخيست چې زبېرگی دې له خولې ووت
دا څومره په تا گران و چې دې دومره اسان جوړ که
هېر شوی ته زما يې او که زه د تا نه هېر شوم
باران دی د يادونو چې صورت دې طوفان جوړ که
وختونه چې کړه واړه زمانې راته پلکونه
ډېر زغم د حوادثو مې د زړه نه سندان جوړ که
حمزه! د فنا رنگ نه لري چارې د مېنو
تا ولې د سرو اوښکو گلستان په گرېوان جوړ که؟