غزل

يو کرت خو بې نيازه د کتو دي

امیر حمزه شینواری

يو کرت خو بې نيازه د کتو دي

مې زړونه که هر څو د غورځېدو دي

تصرف د انتظار دی که څه چل دی

چې وختونه مې روان په ډانگورو دي

خپل نازونه که شمېرلی شې نو وايه

چې زما په تنکي زړه داغونه څو دي؟

بس خو بې سببه ناڅاپه پخلا شي

ښکلي نه په منتو نه په زارو دي

چې په زړه د خاموشۍ کې يې هم شور دی

بس هم داسې خاموشۍ زما د شپو دي

چې زما د ورځو شور يې دی نغړدلی

داسې وږې خاموشۍ زما د شپو دي

کيف يې ستا دمستو سترگو منتظر دی

ما نوشلي شرابونه په کاسو دي

برند باڼه دې همېشه په گواښ کې اوسه

کله ټيټ غشي نېزې د پښتنو دي

چې در وگورم پښتون نظر دې تښتي

دا ښېوې خو د هندوانو غلچکو دي

خدای دې ډېرې خوشحالۍ نصيب کړه ښکليه

چې غمونه دې په ما باندې پېرزو دي

په خندا خندا کې هم کله قهرېږي

کوم وختونه مقرر د زلزلو دي؟

بيا تازه د زړه زخمونه مې سپرلي کړل

او که سترگې غړولې مې توبو دي

ټولې لارې په بوږن بوږن شي ور کې

حمزه تللې چې د ښکلي تر ورشو دي