غزل

يخ د نمر و تاو ته نه دري خوشاله

خوشحال خان خټک

يخ د نمر و تاو ته نه دري خوشاله!

په دا څه چې يو څو ورځې منجمد شو

زړه مې بيا واله مجنون شو، ښه چې شو

په خپل يار پسې مفتون شو، ښه چې شو

هغه غم چې په مثقال په شېر شاهي و

اوس تر منونو لا افزون شو، ښه چې شو

بې د يار د مخ له خياله بل فکرت مې

له خاطره نه بېرون شو، ښه چې شو

د وصال په وخت مې قد لکه الف و

په هجران کې لکه نون شو، ښه چې شو

لکه قدر د وصال راڅخه نه و

چې په بخره مې بېلتون شو، ښه چې شو

په هوا، په اشتياق يې د سرو شونډو

که مې وينې درست لړمون شو، ښه چې شو

زړه هر گور په غير وچارو مبتلا و

چې له غيرو چارو ستون شو، ښه چې شو

زه يې درست له هره حاله نه خبر کړم

چې دهند په لار مې يون شو، ښه چې شو

هيڅ مکتب له يوه فيضه خالي نه وي

چې مې ځای د سر زنگو شو، ښه چې شو

عاشقان په عشق کې هر کله زبون وي

که مې زړه په عشق زبون شو، ښهچې شو

چې يې توره دغمزې راته په لاس کړه

که مې اس ورته هارون شو، ښه چې شو

چې يې پښه د دلبريې په رکاب کړه

د خوشال زړه يې شگون شو، ښه چې شو