نظم
ورم (نصيحت)
خوشحال خان خټکمخ د هغو تور شه چې يې مينې نفساني دي
د خدای مينه باقي ده نورې کل مينې فاني دي
نس يو کوټه سگ دی نور څه نه کاندي خو غواړي
هر چې ورکول کا هغه خير په سگباني دي
مه کړه دنس نغوته دهوا په لوري مه ځه
واړه د نس چارې شيطاني نه رحماني دي
زړه په چا ښه مه کړه که دې زويه که دې وروڼه
مله د تنگسې نشته هيڅوک واړه ځان ځاني دي
رنگ د دنيا ورک شه څو ډېر جمع کړې مالونه
هومره ډېر پرېشان شې جمع نه دي پرېشانې دي
غم د هغو نشته چې هيڅ نه لري په کور کې
غم کاندي هغه چې د دنيا په ښادماني دي
ما نه دي ويلي له کتابه دي ختلي
غوږ دې باسي خلک دا خبرې خقاني دي
کر د بدو مه کړه بدکاران د بدو کر کا
هر چې نېکو کار دي د نېکۍ په دهقاني دي
هر چې نېکي وکا بيا بدي ورباندې کاندي
کور د عمل روغ کا بيا يې خير په ويراني دي
نشته هسې زړونه چې اخلاص لري په زړه کې
وخت د اخر راغی اشناييې زباني دي
نه په چا کمېږي نه يې کار د زياتېدو شته
نورې به يې نه کا هر چې بخرې اسماني دي
لږ عبادت وکړي نور هر گور په ځان غره شي
هر چې ډېر طاعت کا هغه لا په جراني دي
درست تحصيل تمام کړه په دا کله دانشمند يې
حرف ورلره بس دی چې عالم رباني دي
گانده به په گور کې وي رېمن کفن اغوستی
نن دې سر تر پايه که جامې زر افشاني دي
ما قرآن منلی چې نازل دی له اسمانه
نورو ته بخښلې که خبرې يوناني دي
وخورې، څملې، پاڅې، نه دې فکر نه دې ذکر
ته څه سړی نه يې دا خويونه حيواني دي
مه اوسه بې فکره همېشه اوسه په ذکر
فکر و ذکر واړه د زړه کار دی روحاني دي
راغلم په دا عمر چې مې سپين دسر ويښته شول
لا مې د زړه توري هغه هسې شيطاني دي
ډېر همزولي لاړل تورې خاورې شول په گور کې
لاړل کاروانونه يو څو پاتې کارواني دي
ډېر شاهان خانان وو چې دعوې يې د جهان کړې
راشه که يې گورې اوس په گور کې زنداني دي
روغ کړه محلونه پکې کښېنوه ښې جونه
مرگ به دې ترې بېل کا نه چې دا جاوداني دي
پروت به يې په خاورو تر سر لاندې اومه خښته
اوس که دې سر وېږدی نهاليې کاشاني دی
ډېر خلک ناپوه دي چې يې ډار نه شي له مرگه
خاندي هوسېږي په څو خوښ په ناداني دي
ډېر مښود يې وکړ د دنيا په ودانۍ
تش لاسونه لاړل نور يې ناست په وداني دي
دا فکر ومه کړه چې زه ځوان يم مرگ مې نشته
ډېر تنکي زلمي و گور ته تللي په ځواني دي
مرگ کله يو باز دی په هوا وهي کوتره
فهم فکر وکړه چې دې بلښې طولاني دي
چا وته ويل کړم ترجمان نشته په منځ کې
زه سمرقندي يم ياران واړه ملتاني دې
امر کړه خوشاله په ستنه اوسه له نهې
هر چې نهې کاندي هغه زر په پښېماني دي