غزل
زه به مرم
خاطر افریديته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ یم
چې مې اوس وای لږ لیدلی زه به مړ یم
جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي
ته به نه یې راوتلی زه به مړ یم
خړې خاورې به په ما باندې انبار شي
هر سړی به درومي غلی زه به مړ یم
زه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه
سره خاندي به ټول کلی زه به مړ یم
بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي
ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ یم
چې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه
دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ یم
زه د یار د دره بې له خپله یاره
بل چا نه یم راشړلی زه به مړ یم
په دا تورو سترګو کله کله ګوره
جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ یم
چې په زبر مې تېرېږې خدای لپاره
لږ شه ما ته پښه نیولی زه به مړ یم
بیا لږ راشه په خندا شه چې ښایسته شي
چې مزار مې شي مښلی زه به مړ یم
که نور هېڅ نه وي چې ما لره رادرومې
خړ خیبر خو دې لیدلی زه به مړ یم
د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه
ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ یم