غزل

څومره چې زړېږم په ځواني پسې زهيرېږم

خاطر افریدي

څومره چې زړېږم په ځواني پسې زهيرېږم

خدائې زده نه پوهېږم چې ساده شوم که پوهېږم

زه او له تا تګ دا هسې کله چرته شوي

دومره خو پوهېږ چې قدم اخلم ودرېږم

ته او ستا ښايست چې په ما څنګه څنګه کړی شي

مه کوه ايله نن د هر څه سره جوړېږم

زه يمه خوشحاله ستا په غم کښې خفه مه شې

خدائې مې پخلا مه کړه چې له تا مروريږم

شان يې د کړو نه وي خو چې زړه مې شي راپورته

تاته چې زه سوال کړم د خپل ځان ځينې شرمېږم

غوښته مې هم دا چې راته ووايې چې درومه

خدائې خبر چې ديا دې په پلو درښکاره کېږم

ته که په يو خله له ما خلاصېږې نو يې واخله

ته به راته نه شې کتی څه له خفه کېږم

ځکه ما خاطر درته دا ووې چې مې هېر کړه

پرېږده چې بې واره په هر ځائې کښې دريادېږم