غزل خواږه ترخه شو او د ښو هسې نامه پاتې ده خاطر افریدي د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خواږه ترخه شو او د ښو هسې نامه پاتې ده د بدو شپې دي او د ښو هسې نامه پاتې ده 02 ته رانه هېر يې خدايه هر څه په دولت کومه د دوعاګانو او ښېرو هسې نامه پاتې ده 03 په سترګو ژاړو او په زړه کې سره خاندو اشنا مکړه ګيلې د زهېرېدو هسې نامه پاتې ده 04 د ډېرې مينې نه چې زه او ته پرې نه پوهيږو د هغو ورځو او د شپو هسې نامه پاتې ده 05 چې په پلؤ کې يې په زړونو باندې اور ، لګوو دا ستا د هغو آننګو هسې نامه پاتې ده 06 سبا به وايې نن د خدای په خاطر راشه لږه په ما خاطر کې د ژوندو هسې نامه پاتې ده د قاموس مانا × اصلي کلمه