غزل
چې مې وليده په سترگو ستا ښايست
خوشحال خان خټکچې مې وليده په سترگو ستا ښايست
ښاپېريو څخه نشته دا ښايست
هم هغه درباندې هسې شان مين کړم
چې درکړی يې و تادی دا اښايست
مخ يې کله د لاله غوندې زېبا دی
د لاله تر گل يې ډېر دی لا ښايست
گرمه نه يې چې خپل ځان ستايي نگارې
وايې نه لري قمر زما ښايست
لور په لور به د بلبلو ږغ پرې وشي
که سبا کا د گلونو واښايست
د نرگس گلونه هم هر گوره زېب کا
ستا د سترگو وينم لا زېبا ښايست
عاشقان دې پرې پتنگ کړل چې وريتېږي
خدايه تا کړ په جهان پيدا ښايست
ملاحت وه، نزاکت وه، لطافت وه
د خوشال ددلبره سر تر پا ښايست