غزل
زه چې ستا د مينې په مجمر کې سپېلنی شومه
امیر حمزه شینواریزه چې ستا د مينې په مجمر کې سپېلنی شومه
لاړمه فنا شومه، خو ستا په زړه کې سوی شومه
نن يې په کړه وړه کې د غضب نخښې څه کمې وي
ډېر دې مبارک وي موده پس ايله موسکی شومه
گوره عجيبه ده چې مې دی له زړه نه ووتو
دا خو ماته دی تر هغې دی و، چې زه دی شومه
ټول په مخکې تللي نا اميده راواپس شولو
عشقه خفه نه شې که وروستی ومه، ړومبی شومه
ما وې د پرېشانه زلفو خيال به مې زړه جمع کړي
راغلې زولنې راته شايد چې لېونی شومه
ما وې شمع رويه رقيبان ولې خوشحاله شي؟
زه خو دې محفل نه د لوگي غوندې وتی شومه
پوه شوم چې ادراک د حقيقت په ماشومتوب کې وي
لوبه دا نړۍ راته ښکاره شوه چې سړی شومه
زه دې دخپل حسن آيينه کړم په دې خوښ نه وم
دې حيران اباد وته په خپله هم راتلی شومه
زه حمزه چې ستا په کاينات کې ځايېدی نه شوم
ته زما په زړه کې او زه ستا په زړه کې ځای شومه