غزل

زه چې تل هومره ناسازې د عالم وړم

خوشحال خان خټک

زه چې تل هومره ناسازې د عالم وړم

د خپل يار د پاره دا جور و ستم وړم

د لاله غوندې داغدار په جهان راغلم

هم دا دغ به له جهانه د صنم وړم

په وصال يې د جهان خوښيه راغلې

چې له کښليو جدا کېږم ځنې غم وړم

په عالم د مجنون غږ دی، مرد مې بوله

په محشر که ځنې وړاندې خپل علم وړم

هر قدم په ځيگرخون ږدم، تويې مه شه

د شرابو پيالې ډکې په تورتم وړم

چې نرگس ته نظر نه کاندي له کبره

و هغو ته څه گلونه د شړشم وړم

کارکنان د کار فرمای په حکم کار کا

زړه چې حکم فرمايي هورې قلم وړم

هومره ډېرې خرخشې، فتنې، جنگونه

بيا به وايې چې زه ستا غنجونه کم وړم

په هردم د هغه يار منت راباندې

چې يې هسې ډېر خيالونه په هر دم وړم

مخ به چېرې راته سم کړې په يارۍ کې

که دا خوی به همېشه له عمره سم وړم

چې په کوی کې دې مقيم شم دروغجن يم

که به نوم په ژبه چېرې د ارم وړم

راته وايې نن زړه څرنگ وړې له مانه؟

که دې خوړين کړ هم يې خوښ خوشال خرم وړم