نظم
زه د غيڼ د لاسه چا وته فرياد کړم
خوشحال خان خټکزه د غيڼ د لاسه چا وته فرياد کړم
لمونځ زما له لاسه ووځي چې کوس ياد کړم
په درست کال په مخ ناولی کوس ته پروت وم
په حيرت شم چې په ياد هغه فساد کړم
دځوانيې حال مې نه دی چې مې ووې
دا خبره د پيريې د هفتاد کړم
له پرديو مې توبه واړه په خپلو
د ځوانيې حال به هم ورته په ياد کړم
کله لس کله زيات کم کله تر شلو
د دخول ويل و چا وته تعداد کړم
چې ملا به بانگ نماز وی ما به کوس غو
د روژې په ښه ثواب به يې ناښاد کړم
نه په حيض نه په نفاس له ما څوک خلاص وو
څه د غيڼ ناسازې چارې په فريادکړم
ورځ و شپه راته مخ څټ وې لس پينځلس
گوی مگوی ويل لږ نه دي که يې ياد کړم
په ځوانيې کې مې کارلکه د ده و
په پيريې کې خدای څه خو آدم زادکړم
چې مې غيڼ دا هسې بد دی گومان مه کړه
ځکه خدای په ډېر اولاد کې بد اولاد کړم
له ناپاکو نه ناپاک له پاکو پاک وي
زه دا نقل د کتاب دخپل استاد کړم
که څوک شته چې يې د زړه په غوږو واوري
مسخره مذاق مې نه دی دا ارشاد کړم
قسمت څه چارې راوکړې
ننداره د درست جهان شوم
نه گناه نه مې تقصير و
د بادشاه په بند زندان شوم
عالمگير چې په تخت کښېناست
له قرآنه په قران شوم
له بگرامه پښې تړلی
هندوستان لره روان شوم
په ډهلي په رنتهبور کې
درې څلور کاله حيران شوم
په اگره کې مې پښې واشوې
بيا نوکر د بد سلطان شوم
د شجاع په شور و شر کې
خپل وطن و ته روان شوم
زړه مې درست سره داغ داغ دی
په تلاش يې د درمان شوم
لنگر کوټ مغولو ساز کړ
زه په ننگه د افغان شوم
که يوسف وو که مندړ وو
زه د دواړو نگهبان شوم
د ايمل فتور آغاز شو
د مومندو هم عنان شوم
دمغولو مې بلا شوه
کوه په کوه په کوهستان شوم
خپل ولس مې مغولي شو
نا اميد له خاندان شوم
شوم بهرام مې دځان غم شو
زه هم غم دده دځان شوم
په څو کاله دا شورش و
په ملکونو سرگردان شوم
که ولس مې بېگانه وی
په هر کار به زه کامران شوم
سمه سوات په يوسفزي
د هر چا کره مهمان شوم
فضولي راکړله نه شي
څو همت په هسې شان شوم
په ټوله د يوسفزي
مظفر په هر ميدان شوم
بيا مې سوات سمې ته شا کړه
په خپل غره په خپل مکان شوم
ناخلف مې مخالف شو
زه دده په کار حيران شوم
په شامت دده تر اوسه
درته څه وايم څه شان شوم
په گنبت چې خټک ومړل
يا چې زه زخمي په ځان شوم
ياچې راغلم چوترې ته
شاهزاده لره روان شوم
يا چې ناست په نظام پور وم
دهر کام به په ارمان شوم
څو ترې دي څو بولاق دي
نندارچې يې د زبان شوم
که مې زور لکه د پيل دی
و هر چا وته ناتوان شوم
دا همه شامت دده دی
چې محتاج د آب ونان شوم
که مې خپل دي که پردي دي
زه له واړه په افغان شوم
وهر چا وته لښکر يم
ناخلف وته کاروان شوم
دی لښکر راپسې بيايي
زه له ده نه گرېزان شوم
ناخلف راپسې سر دي
زه په کوه په بيابان شوم
چې کوکب مې ياري کا
په دا څه که کوکب دان شوم
چې مې کار شو له نادانو
که هوښيار وم هم نادان شوم
چې مې بد زوول له ځانه
خود په خود بلا دځان شوم
دا څه چرخ څه يې گردش دی
گول په چارو د اسمان شوم
زر څلور اويا هجرت و
هغه کال چې بنديوان شوم
اوس زر نوي کال د هجرت دی
چې باني ددې بيان شوم
هغه زه هغه مې زړه دی
په کالونو که کلان شوم
که مې بخت که مې لښکر دی
لاپخته په امتحان شوم
خود به دی هسې گردش کا
چې په کام د دښمنان شوم
که مې اړوي له هوډه
نه يم مرد که ترې ترسان شوم
واړه وشول شپاړس کاله
چې په دا طور پرېشان شوم
په اته شپېته کې زه يم
پسرلی تېر شو په خزان شوم
دا هم هيڅ که په دا عمر
داسمان په سود اوزيان شوم
زيان يې هم راته اسان دی
چې له سود يې پښېمان شوم
ځواني لاړه پيري راغله
برمنډ گل دگلستان شوم
که مې غاښ شته په خوله کې
مست هاتي يم بې دندان شوم
لکه لمر په وخت د عصر
په هر کار هسې ناتوان شوم
اوس نور غم راسره نشته
خو په غم دعباد خان شوم
څو چې کام دده دزړه دی
که کامران شي زه کامران شوم
که مې دا مقصود حاصل شي
گڼه سر د سره ځوان شوم
و عالم ته خوشال زوړ زويه ځوانان دي
د زاړه بلا په سر ددې ځوانانو