غزل

زه د ځان په ننداره کې د ځان حد يم

امیر حمزه شینواری

زه د ځان په ننداره کې د ځان حد يم

زه په خپله د خپل ځان د پاره سد يم

اب و جد شومه د مينې په منزل کې

په دې لاره کې لاطفل د ابجد يم

بې قرار به دې ساتم په دې به رام شې

زه فطرته ستا د خوی سره بلد يم

د عالم د دايرې نقطه زما نه

هر عدد يم که په خپله بې عدد يم

هر سبب د ژوند په ما پورې تړلی

دا امکان که وي خېمه زه يې وتديم

چې موسکی شم د ازل رڼا ښکاره شي

خو چې لږ غوټه جبين شمه ابد يم

د هر څيز امتيازي وجود ته ځير شه

بده نه وايم که وايم چې احد يم

چې بدانو ته قهرېږمه دا ښکاري

چې نېکۍ وته مايل يم خو لا بد يم

زه حمزه چې ستا د عشق په خوب ويده شوم

اوس چې گورې غزونې د خرد يم