غزل

زه خو شرابي يم، شېخه څه راسره جنگ کړې

خوشحال خان خټک

زه خو شرابي يم، شېخه څه راسره جنگ کړې

بخرې ازلي دي، کشکې ما د ځان په رنگ کړې

ښه وايې واعظه! برکت شه ستا په ژبه

ښه بې په ويلو د درياب اوبه که رنگ کړې

ولاړل و جنت ته چې په پوهه خبر نه وو

ولاړل و دوزخ ته چې يې لافې د فرهنگ کړې

پند د محمد د ابو جهل په کار نه شو

څوک به يې صيقل کا، چې يې خدای آيينې زنگ کړې

کښېنې په خلوت کې شېخه! سود يې راته وايه

ولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنگ کړې

زه خو د زړه ددرد غواړم په هر يوه مذهب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنگا رنگ کړې

رايشه مطربه! د نوروز سرود اغاز کړه

ښې نغمې زړه سوځې په رباب په نی و چنگ کړې

هر لوري ته گل دي، شقايق، نرگس ، سنبل دي

بې گلزاره بد، که و بل لوري ته آهنگ کړې

چا در پسې ډېرې توښې واخيستې طلب کا

ځينو مصلې د بې ننگۍ در پسې لنگ کړې

کاشکې د عمل تله درنه په قيامت شي

موم په رقيبانو، په عاشق باندې زړه سنگ کړې

مرگ لره يې واړه د ډيلي لښکرې راغلې

ته لا د خوشال په مرگ ځان روغ نه گڼې ننگ کړې