نظم

ذکر د کشتار يعنې د مذبوح

خوشحال خان خټک

واجب شوې قرباني ده

په ښهري بياباني ده

چې بالغ وي چې مقيم وي

دنيا دار په زر و سيم وي

سرسايه چې ورکوينه

هغه هومره مال لرينه

قرباني دې هغه کاندې

چې واجبه ده پرې باندې

مسافر که ډېر مالدار وي

په قربان ناتوان دار وي

هلک زوی د بابا دی

په قربان کې لوی جدا دی

ورځ د عيد دوه ورځې نورې

د قربانۍ دي که يې گورې

په درې ورځې روغ قربان دی

تر دا تېر ژوندون تاوان دی

د قربان په نيت که پسۀ وي

و دروېش يې ورکړه ښه وي

که لنډی بوړی گډوډ وي

يا ډنگر چې پوست و هډ وي

که يک چشم وي يا لنگ وي

قربانۍ لره يې ننگ وي

په اوه تنه که غوا ده

قربانۍ لره روا ده

يوه تن لره گوسفند دی

يا وز بزه دا کار پسند دی

غوا که اوښ په اوه تنه

مسئله ده مبرهنه

اوه واړه دې نيت يو کا

په قربان دې هاله دو کا

که په نيت کې يو ناساز شي

قرباني دې واړه باز شي

که مېړه قربان د ژکې کا

کار بېرون تر مسئلې کا

که د شوی په نيت قربان کا

دا کار بد نه دی په کار کا

د قربان که غوښې خورينه

په مېلمه په ځان ښه کړينه

له کشتاره در ته وايم

ذبح کړونی درته ستايم

که هلک که مست که لال وي

چې بسمل کا چې حلال وي

لېونی وي که نساء وي

يا جُنب جهود تر سا وي

د دېو واړو بسمل روغ وي

دا وايی کله دروغ وي

که کافر مشرک که گبر

له کشتاره يې کړه صبر

خواجه سرای که څوک لرينه

هيڅ کشتار دې يې نه خورينه

که تېره کاڼی که نی وي

که هډوکی که لرگی وي

په دا واړو کشتار شينه

چې رگونه پرې کوينه

د کشتار دي څلور رگه

د حلقوم سره ای ډگه

څلور واړه رگه پرې کړه

او که نه برېده درې کړه

که تر دا بريده کم وي

د کشتار خوړنه غم وي