نظم
ذکر د ښکار د جواز
خوشحال خان خټکد گوزار په وخت چې ښکار کړي
که په تير تکبير اشکار کړي
که په ځای پرېوځی ولاړ شي
يا په ځای باندې مردار شي
په تکبير سره حلال دی
خوره يې ستا کله وبال دی
له طلبه يې که پرېوځي
که يې خورې په وبال کېوځي
که تکبير دې له زړه هېر شي
خوره يې ته چې په ښه چېر شي
که عمداً تکبير ونه کړې
بد که غوښه يې په خوله کړې
که د سپي دی که د باز دی
په تکبير يې کار جواز دی
که مجروح که نا مجروح وي
صيد د باز کشته فتوح وي
څو د ښکار مرغونه دينه
حکم باز غوندې لرينه
نامجروح که د سپي مړ وي
د خوړلو نه دی نغر وي
که څه وينه ترې جدا وي
په تکبير سره روا وي
په اوبو کې چې چورېږي
په دخول کې چې ښخېږي
هر لېو ه گيدړ که تروړ دی
بد که غوښو ته يې جوړ دی
چې چنگال لري ای پوهه
لکه باز شاهين دا گروهه
غوښې بدې وي د واړو
ناروا دي تر مردارو
د کور چرگه که چارپای وي
چې يې گشت په گنده ځای وي
چې خوراک يې نجاست وي
که يې خورې کراهيت وي
مگر بند شي علف و خوري
ښه سړی ديی هله وخورې
که په اور په تشت يې نسي
په حيلت سره لوغسي
که مرغه دي که ماهی دی
چې يې خور ورباندې هی دی
چې ماهي په رود کې ومري
بې سببه بد چې وخوري
که څاروی په څاه کې پرېوځي
په نظر د سړي کېوځي
که بسمل يې ممکن نه وي
په سلاح سره مړ ښه وي
پرې تکبير ويلی بويه
چې يې وينه شي څه تويه
نور که ومري هم حلال دی
سر تر پايه لاوبال دی