نظم

ذکر د مال چې حج پرې فرض کېږي

خوشحال خان خټک

په اوه شرطه فرض کېږي

حج په دا که څوک پوهېږي

په عاقل دی که بالغ دی

چې بنده نه دی فارغ دی

بل کافر نه وي دين دار وي

بل تندرست بل چې مالدار وي

چې خطر نه وي د لارې

اوه وشول که يې شمارې

که يې نه وي دا شرطونه

ورته ښه ده خپله خونه

که و حج لره روان شي

گرفتار به په تاوان شي

دوه شرطونه د زنانو

زيات يادېږي تر مردانو

خپل محرم دې ور سره وي

بې محرمه کله ښه وي

بل عدت دې تېر په ځان کا

بيا دې حج ته ځان روان کا

اختلاف په دا کې ډېر دی

د مال حکم تېر و بېر دی

اما هومره مال بايدۀ وي

چې د لارې زاد دده وي

چې خپل وام واړه ادا کا

نفقه کور ته مهيا کا

څو چې درومي څو رادرومي

لوی هلک يې هر چې مومي

لا په کور يې هومره مال وي

چې دوی راشي پرې خوشال وي

فراغت پرې کشت و کار کا

لا پرې دی د سودا کار کا

چې محتاج په هيڅ کې نه شي

چې په کور دده راتله شي

سور دې ځي سور دې رادرومي

چې راحت د سفر مومي

که دا هسې مال لرينه

حج پرې فرض دی دې ځينه

که علت لري معذور دی

حج يې حکم په مزدور دی

ښه دين دار ته دې مزدور کا

د حج کار دې ورته سر کا

يا که څوک دده د پاره

حج په ځای راوړي ای ياره

پرې خلاصېږي دده غاړه

که دی نه و کا دا واړه

بس له مرگه تاوان دار دی

دده مال په څه مقدار دی

دده مال دې په قسمت وي

که يې کړی و صيت وي

دوه حصې د وارثانو

يوه شي د دروېشانو

وصيت که نا صادر وي

په درست مال وارث قادر وي

که معلول حج گذارينه

تطوع دی حج نه شينه

چې تندرست شي حج دې بيا کا

خپله غاړه دې ادا کا

که دروېش وي چې حج وکا

په غنا دې بيا نه کا