نظم
ذکر د مورث د فلاکت دی
خوشحال خان خټکچې د غڼې پرېږدي جاله
څوک په کور کې زما لاله
چې پاره جامه اندر وي
څوک اخستې = شړۍ زر وي
چې په ناستې څوک تړينه
دستار دا هم بد وايينه
چې په شپه بربنډ څملي
نوک په هر سکين اخلي
چې د وره په در شايه
کښېني بد کا ووايه
چې په کور کې کا متيازې
يا تل خوري خواړه يوازې
چې بربنډ لامبې بد کار کا
د پېغور دی ځان به خوار کا
چې مور پلار په نامه بولي
برکت يې ځي له غولي
چې ادب د استاد نه کا
بې دولت دی کله ښه کا
چې په نام بولي عورته
خپل مېړه وي بې دولته
مرد دې هم په نام نه بولي
ځکه غم ورځي په غولي
چې په مات لوښي کې خورينه
فلاکت نېستي ور ځينه
په طعام باندې چې پښې ږدي
په لږ ډېر ښادي به پرېږدي
په انگر کې چې پرېږدينه
خس خاشاک غم به ورځينه
څوک چې پرې کا په غاښونو
نوک دا کار کا د غمونو
چې په ماته ږمنځ سر ږيره
ږمنځوي بد کا په ږيره
په شرکت چې ږمنځ کوينه
فلاکت به پرې ورشينه
په ولاړ چې ږمنځ کوينه
دا هم بده ويل لرينه
چې په شپه جارو جارباسي
په کور خير ترې وباسي
چې د نغن پو ټکي خورينه
منځ پرېږدي نېستي ور ځينه
په څرگند که څوک دخول کا
غم اندوه به پرې نزول کا
دخول هسې رنگه بويه
چې پرې شک نه شي څوک زويه
چې دخول کې څه ويل کا
واړه بد کا شرمول کا
چې زنا کا آخر خوار شي
ځواني مرگ نابر خوردار شي
چې خوراک کوي په ملاستې
د دولت په کم و کاستې
که خواړه خوري په ولاړې
د دولت له ملکه ولاړې
که په کټ باندې خواړه خوري
زده کړه دا خواړه ښه نه خوري
چې په پښو کې دې پايزار وي
خواړه خورې دا هم بد کار وي
د جُنب سره چې خورينه
فلاکت به پرې ورځينه
پوست د هوږې پياز مه ښېځه
د نېستۍ په لار مه خوېځه
په جامه جارو کونه
د ځای ښه نه ده لالنه
چې خلال په هر هر چوب کا
گنده کار دې گنده توب کا
د چارپايو په گوارې
گډېده مه کړه په لارې
چې مورث د فلاکت دی
هغه دا په روايت دی
چې يې کا هغه به خوار شي
په دنيا کې به نېستگار شي
څوک چې مخ په لمن پاک کا
يا لاسونه گنده ژواک کا
په ولاړې چې ښه نه وي
پوشيدن د پرتاگه وي