نظم

ذکر د روژې د هره بابه

خوشحال خان خټک

روژه فرض ده ای يارانو

په همه مسلمانانو

که مردان دي که زنان دي

که آزاد که بندگان دي

چې بالغ په طول و عرض شي

دېرش روژې ورباندې فرض شي

مياشت يې مياشت د رمضان

په بزرگۍ ده په هر شان

واوره ته له روايته

روژه نه کېږي بې نيته

که بې نيته روژه دار يې

د قضا روژې قرضدار يې

که څوک پوه په مسئله شي

روژه دوه لونه در له شي

يو روژه در له شي عين

دويم رنگ در له شي دين

عين روژه ماه رمضان ده

تطوع هم په دا شان ده

بيا روژه د نذر ياره

دا درې عين دي ويې شماره

نذر ستا هغه روژه ده

چې دې ورځ يا مياشت وعده ده

چې به دا روژه لرمه

بې روژې نه ودرمه

چې سوا تر دا لرينه

هغه واړه دين دينه

که يې نيت په شپه و نه کړه

روژه عين وي ښه يې نه کړه

په سبا يې تر زواله

نيت لا روغ گڼه ای لاله

تر زوال که وقت تېر بېر شي

نور نيت نشته وقت يې تېر شي

دنيولو وقت يې کوم دی

صبحدم په تا معلوم دی

چې آفتاب له تا پناه شي

دکشايلو وقت هغه شي

د شعبان چې دېرش پوره شي

که مياشت مېغ وي هم روژه شي

دېرش پوره د رمضان کړه

نور اختر شه ورک گومان کړه

که سحر وخوري سبا شي

يا افطار وکړي نمر وا شي

که داکار په عمدا نه وي

اندوه مه کوه چې ښه وي

کفارت نشته قضا ده

يوه ورځ روژه په تا ده