نظم
ذکر د هغو چې خوراک پرې رغېږي
خوشحال خان خټککه روژه خوري پنځه گروهه
کار دې کاندي بې اندوهه
خبردار يې خدای فتاح دی
په ضرور افطار مباح دی
مسافر که روژه خورينه
باندې هيڅ بدي نه وينه
د بيمار افطار روا دی
په کتاب کې حکم دا دی
که باردار عورتينه وي
که روژه خوري چار يې ښه وي
که هلک ددې شېر خور وي
که روژه خوري ښه يې مور وي
و زاړۀ وته رخصت دی
که روژه خوري روايت دی
په څلور گروه قضا ده
چې روژه خوري فتوا ده
که طاقت د زاړه نه وي
نيمگي صاع غنم په ده وي
دېرش روژې پنځلس صاع شي
خود کاشته که ابتياع شي
مستحق يې دروېشان دي
که د کلي که خوېشان دي
که بيمار ومري په رنځ کې
مسافر وي که په ونج کې
پرې قضا نه واجبېږي
پرې دې هر څوک وپوهېږي
که بيمار له رنځه روغ شي
مسافر په کور فروغ شي
نيم نيم صاع غنم پرې شينه
و دروېش دې ور کوينه
که يې نفل روژه وينه
په افطار قضا پرې شينه
که د نذر نيت څوک وکا
پيوسته دې خوراک نه کا
که د مياشتې روژه وينه
پيوسته دې يې لرينه
که تر پاتو هغه ماه شي
بله مياشت د ېی بيا په راه شي
که درست کال يې وي ياد کړی
پيوستون يې وي نومړی
په درست کال باندې اوړينه
پيوسته دې يې لرينه
پنجشنبه که دوشنبه وي
واجب کړې روزه به وي
که يې وخوري کفارت دی
د سوگند که يې عادت دی
تطوع په رمضان کې
در وژې نشته په آن کې
رجب مياشت د شعبان دواړه
فضايل لره شي واړه
ښه د هغه د ذوالحجه ده
بيا د هه دعاشوره ده
بيا ايام بيض ای ياره
ډېر ثواب لري بې شماره
د شوال ششه هم ښه ده
پس له عيده چې ششه ده