نظم

زما خزان

عبدالباري جهاني

ښکلو! منم د زړونو ښکار ته ځی

خو زما زړه د ښکارولو نه دئ

ولاړه مستي ولاړه ځواني تېره سوه

نور مي احساس د پارېدلو نه دئ

تاسي به غواړئ زما په مړه سينه کي

مينه ژوندۍ کئ پکښي شور پيدا کئ

غواړئ چي زما په دې ساړه نغري کي

سکروټي ولټوئ اور پيدا کئ

غواړئ چي زه هم د زلميو غوندي

درسره ونڅېږم وخندېږم

غواړئ دا مات زړګی مي وپاروئ

درسره ومسېږم وګډېږم

زما له رباب څخه مستي مه غواړئ

زما په ترنګ کي د خزان افسانه

زه د امان له ښکاره وکوچېدم

زما هره اوښکه د توپان اندېښنه

زما د رباب تارونه ويني ژاړي

زما له شهبازه څخه اوښکي اوري

زما په نغمه کي د مرګي زګېروی دئ

زما پر بستر د لحد سيوری ښوري

زه نابلده زه لارورکی کوچي

دې کږلېچونو مي ځواني ورکه کړه

زه د څو ورکو خاطرو نکلچي

په دې تيارو کي مي هستي ورکه کړه

نور د پاوليو شرنګهاري سره

خيرن لستوڼي غورځولای نه سم

د مرګ غبار مي ژوندی لمر پټ کړی

پر ځکندن يم نڅېدلای نه سم