نظم

ژمي ته هر کلی

خوشحال خان خټک

چې تحويل شي د ميزان

توغ څرگند کا زمستان

توغ يې څه د سهيل ستوری

چې ښکاره شي په اسمان

دغارمه په رنځ رنځور وي

بيا تندرست شي دا جهان

دخوړو لذت پيدا شي

اوبه ولگي په ځان

غېږ په غېږ سره نماستی شي

لب په لب شي مشتاقان

دجامې قدر څرگند شي

زين قبول کا عراقيان

نه په زغره ځوان خبر وي

نه آس دروند په برگستوان

چې دښکار هوسناکي کا

پرې ښادي شي دا اوان

د شمال مرغونه واړه

په جنوب شي را روان

نوی باز راشي له سواته

لکه ښه سيلۍ جوگيان

د سپوږمۍ په شغله يون کا

ږغ کا زاڼې په اسمان

قاز او بتې راخورې شي

هم هيليې صد چندان

زرکې کوزې شي و سم ته

په دانه ددهقانان

تغدري لکه دړونی

ځان څرگند کا په ميدان

که شاهين که څرخ که باز وي

را يې واخلي مير ښکاران

د صد برگ گلونه وا شي

په رنگ ښه وي تر زعفران

چې ديده دی ور ښکاره شي

نور په ده کړي حظ پرېوان

څوک دښکار په هوس گرځي

څوک په سيل دبوستان

عباسي په دوه درې رنگه

سپين او زېړ وي ارغوان

دچنبې د گلو بوی ځي

دهر بوټي تر گرېوان

د سبزۍ يې تماشا شي

لا په تېره د ريحان

په تنکي تنکي ښاخونو

هره ونه شي شان شان

که بلبلې که توتيان دي

لور په لور کاندي فغان

ددې هسې وخت هوابه

مگر مومي په جنان

که رښتيا وايم دا وخت مې

په پسرلي لري رجحان

ددې وخت په مخ خلاصی وي

د پسرلي پر مخ زندان

په خوشال دې قدر ډېر دی

يماني ستوريه جان جان!