غزل

زوړ خوشال چې د دلبرو ديدن غواړي

خوشحال خان خټک

زوړ خوشال چې د دلبرو ديدن غواړي

د دلبرو په وصال کې روڼايي ده

ستا له خويه نه مې خوړينه ده اينه

ځکه هسې وهم کاڼي په سينه

که دې زړه دی چې مې مينه در ښکاره شي

راشه! ونيسه و مخ ته آيينه

چې دې زه د وره ملنگ شوم، خز به څه کړم

راته توره شړۍ بس ده پشمينه

کله، کله راته گوره! ستا نو کريم

راته بس ده هم دا هومره مهينه

خزينه د سرو مهرانو د شاهانو

ستا د راز لرم په زړه کې خزينه

وايې ته دما په مخ کله مين شوې

ستا په مخ باندې مين يم دېرينه

چې زما سره يې ستا دپاره کاندي

خوښ يم ستا د رقيبانو په کينه

ماتېدل يې هيڅ دشوار نه دي، که گورې

چې وکاڼي ته نژدې شي! آبگينه

د بادشاه په تخت و تاج پورې خندا کا

د دروېش بوريا، ټوپيه پشمينه

انگوري ترخه شراب ورلره بويه

ميخوران له گبينه لري کينه

ورځ هغه ښه ده چې ته پکې خوشال شې

که شنبه، که سه شنبه، که آدينه