څلوريزه

ځينې په عقل په هنر دولت مومي

خوشحال خان خټک

ځينې په عقل په هنر دولت مومي

څوک يې په جهل په حماقت مومې

يو په دارو د طبيب رغېږي

بل بې طبيبه شفا صحت مومې