نظم
ژوندى بت
عبدالباري جهانيتوپاني بېړۍ لاهو کړو
د ياغي بحر څپو ته
موج پر وج يې ورسپارلو
د تياره قسمت پنجو ته
د نهنګ د جنګ په بيه
د ساحل غېږي ته تللو
د نجات لورى مو ورک سو
ډوبېدو پورته کېدلو
ما ليده چي زما ملګري
يو په بل پسې غرقېږي
د وروستي تلاښ نارې يې
په سېليو کي ورکېږي
څوک ساحل ته رانژدې سي
خو د ګاري ټکرونه
د چا شل کي دواړه لاسه
د چا مات کي اورمېږونه
څوک د وږي نهنګ شومه
څوک د موج غېږ کي ډوبېږي
د ياغي توپان ګرداب يې
پر وروستۍ غوټو نڅېږي
دړي وړي بېړۍ درومي
په سېليو په څپو کي
د اميد ساحل يې ورک دئ
لالهانده په څپو کي
د نصيب ساحل ته يووړم
د ازل تږو موجونو
د قسمت هاتف راويښ کړم
له خيالونو له خوبونو
عقل کډه سو له سره
لاره واخيسته خيالونو
خپل ګامونه مي پردي سول
مرور له تدبيرونو
د يو بل آفت له وېري
پر معبد ور رهي کېږم
پکښي بت ايجادومه
په طاعت يې مشغولېږم
ياقوتي شونډي مي ورکړې
د صدفو سپين غاښونه
په اوږو مي کړل ور وصل
د مرمر ښکلي لاسونه
د قدرت تاج مي ور پوښ کى
د هنر په مرغلرو
د معبد فرش مي ور جوړ کى
د فولادو او د زغرو
په ښکلا سجده طلبه
نړوي غرونه
په سجده ورته ساحل سي
ورنه وتښتي موجونه
خلوتګاه ته مي بلله
خپل ياران په مينه مينه
ويلول مي ژوندۍ غوښه
وچول مي د زړه وينه
دغه زما د هيلو پوله
دغه زما د امن کور سو
دغه زما د ژوندون مېنه
دغه زما د مرګي ګور سو
ما د ځان په سوځولو
روڼول د معبد خونه
ما د ژوند لړۍ اوبه کړه
څو ورجوړ کمه لاړونه
له نېستيه مي هست کړي
زما نفس پکښي چوڼېږي
په سجدو مي را ژوندى کړ
زما په وينو اوبه کېږي
ښخوم يې پښو ته اوښکي
په خپل روح يې لويومه
زړه او ځان ور جارومه
د غرور غر سوځومه
هېرول مي توپانونه
د خلوت په تاريکو کي
لټول مي لنډه لاره
په اوږدو اوږدو سجدو کي
زه خالق د ده د حسن
دى مخلوق زما د لاسونو
دى خالق زما د خيالونو
دى هاتف زما د شعرونو
دى مسجد زما د سجدو وو
دى معبد زما د خوبونو
زه قوت د ده د جسم
او دى زما د شهکارونو
يوه شپه د شپې په زړه کي
د معبد پر لوري تلمه
بيا مي نذر خپل غرور کړ
بيا په عجز کړېدمه
بيا مي غوښتل چي هديه کړم
د تعظيم او تکريم اوښکي
بيا يې پښو ته صدقه کړم
د خپل زړه د وينو رښکي
خو تياره کي مي تر غوږ سول
څه اشنا غوندي ږغونه
د زګېروي سره ملګري
د ملکونو آوازونه
د معبد په کونج کي غورځي
څو بې تنه پرې سرونه
د بت پښو ته مي پراته دي
د چا پښې د چا لاسونه
ناببره بت ژوندى سو
ښورول يې مړوندونه
د قاه قاه ږغ يې سو پورته
لړزوي د سجدې خونه
توري سترګي يې سوې ژړي
خوله يې لو سوه تر غوږونو
ها د حسن سومنات مي
قتل ګاه د هنرونو
سپين لاسونه يې اوږده سول
تور منګل ترې جوړېدله
له يزدانه اهريمن سو
پنډ شونډان يې رپوله
ژړ غاښونه يې ښکاره سول
له دوو شونډو راوتلي
را اوږدې يې کړې مرۍ ته
دوې خوني توري منګولي
زه خالق د ده د جسم
په خپل روح مي را ايجاد کى
دى نامرده يهودا سو
د نېکۍ نوم يې برباد کى
د هنر تېشه را اخلم
ورکومه ګزارونه
ککرۍ يې پرې کومه
ماتومه يې لاسونه
سوځومه د بت نښي
ورانوم د معبد خونه
نړوم د محراب نښي
د اوږو سجدو يادونه
د هاتف چيغي مي مات کړل
د خوبونو ځنځيرونه
سترګي روڼي لولپه سول
د خيالونو درمندونه
پلار نيکه دي بتان جوړ کړل
د وروريو په وژلو
توري شپې يې کړلې روڼي
د تعظيم په ژړېدلو
له توپانه خلاصېدله
په معبد کي زنداني سول
چي پخپل نفس يې هست کړل
د هغه بت قرباني سول
نور د بت په جوړولو
له توپانه نه خلاصېږي
په اوږدو اوږدو سجدو کي
لنډ منزل ته نه رسېږي
چيرته وه يو ډله خلک
چي مهار يې کړل موجونه
له سېلۍ سره ډغرو
ماتوله سېلاوونه
ستاسي موټي ستاسي منډي
لنډوي د بېړۍ لاري
د فرهاد د تېشى زور دئ
ماتوي چي سختي ګاري