غزل زړه مې زخمي څاڅي ترې خون ما پرې پرهر ونه ليد امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 زړه مې زخمي څاڅي ترې خون ما پرې پرهر ونه ليد عجيبه دا د يار په لاس کې مې خنجر ونه ليد 02 که مې وصلت ونه شو، خوند مې د الفت خو وليد مېوه يې خوري په څانگه چا گل د اينځر ونه ليد 03 ارض و سما په کل حکمت کې د فراق په نغري حيف دی چې زه شوم خاکستر يار مې جوهر ونه ليد 04 چې به يې شراب د يار د سترگو خمارو نوش کول ځکه بل کس مې بې رندانو په کوثر ونه ليد 05 داسې اثر و د اشنا دبرندو سترگو په ما وکړه ندا راته رضوان چې دې محشر ونه ليد 06 زه د فراق زنجير په غاړه په وطن کې يمه تېرې شوې دوه مياشتې او ما غلام سرور ونه ليد 07 د بېنوا دغلامۍ مه کوه لافې حمزه چا وفادار په دې جهان لکه قمر ونه ليد د قاموس مانا × اصلي کلمه