غزل

زلفې يې سبب دي د عاشق د پرېشانۍ

خوشحال خان خټک

زلفې يې سبب دي د عاشق د پرېشانۍ

ننداره يې بهانه ده د بېحدې حيرانۍ

درد مې سرشته ده د هزار رنگه دارو

غم يې لا تېری کاندي ترډېرې ښادمانۍ

زخم يې مايه د لايزاله حيانگۍ دی

ورانی يې دی موجب په جاودانه ودانۍ

محتسب چې احتساب لره ورځي مجال يې نشته

د برندو سترگو مست يې همېشه کاندي ورانۍ

ما په عشق کېرسولی دی خپل کار تر هسې حده

لکه څوک په مټ دتورې سزاوار شي دخانۍ

زه خوشال خټک دعشق په کار هومره خوشال يم

څو سلطان غره په خپله پادشاهۍ او سلطانۍ