غزل
زما مرگ هغه زما دی چې رښتيا ديار هجران شي
خوشحال خان خټکزما مرگ هغه زما دی چې رښتيا ديار هجران شي
که هجران له منځه ووځي نور به هر مشکل اسان شي
زه به ځان جهان ښندمه په اشنا پسې به ځمه
پرې به پاسه قدم ږدمه که دښتونه، بيابان شي
د جمال خوبي يې وه وه، د جبين خولې يې زه زه
هر چې وخاندي په قه قهه، د شکر و نرخ ارزان شي
تا زړه ورکړ يوه هر نه، يوه هر يوه بشر نه
لکه اوبه دجوی له سر نه هورې ځي چې بېل روان شي
يو خدنگ يې وويشتلم وايي بل به دې هم ولم
ورته پړې ونيولم چېرې نه په دا پښېمان شي
ما د شاه د خولې سودا کړه، په کروړونو يې بها کړه
خوله يې لنډه د هر چا کړه مگر دا په شاه جهان شي
له يو هسې مې روزگار دی چې گه يار گهې اغيار دی
په همه کاره هوښيار دی، خوپه ما باندې نادان شي
د خوشال خاطر سوخته دی ستا په جور آموخته دی
درد وغم يې اندوخته دی، هم دا درد يې بې درمان شي