غزل

زمانه بېرته په پېر شوه عاشقان يې دي بللي

امیر حمزه شینواری

زمانه بېرته په پېر شوه عاشقان يې دي بللي

رقيبان شول دکټ ستوري جوړې تلې ژړېدلي

يوه ورځ چې په محفل کې عاشقان شولو راجمع

ساده توب د اشناگوره وې چې ولې دي راغلي

په شوخۍ کې د شفق، نه چې سوا حنا ديار ده

دواړه لاس يې تر منگولو دي زما په وينو وللي

دماښام بېخودي راوړه د سحر دمستۍ پورې

چې ناکامه ارمانونه مې پراته وي دم ختلي

نن زما دهوش لمن ده، په پنجه د لېونتوب کې

په محفل کې صحرانی يم په بيديا کې وينم کلي

د وصال د اميد شمع چې وي بله زه صابر يم

اسوېلي دځنکدن مې نا اميدۍ لره ساتلي

کړې له ما سره سلا هم کوې بياخپله رضا هم

ما حمزه واړه منلي کوم چې ما نه دي منلي