نظم

زمانه راته پسو پرته په څو وه

خوشحال خان خټک

زمانه راته پسو پرته په څو وه

زه يې واخيستم خونۍ مزرۍ د رو وه

وداني يې په ډېر غم په جگرخون شوه

ويراني يې راشه گوره په څه دوه وه

د بېدردو ياري ما غنم گڼله

چې مې وليد له سر تر پايه جووه

تندر تل په مناره باندې پرېوځي

دخسوف بلا دمياشتې په پرتو وه

حق نا حق يې وچ و تاند وبله کښېښول

ظالمي د اورنگزېب پره دلو وه

په هستي په نېستي حکم د هغه دی

چې په حکم يې دنيا په يوه شو وه

هغه تور هندو بچه به چېرته غواړم

چې دما دزړه متاع باندې گرو وه

زاړه نوي ښه ياران وو خدای جدا کړل

دخوشال د زړه خوښي په هغه نو وه