غزل

آه هم دا هومره آهونه

Khushal Khan Khattak

آه هم دا هومره آهونه

دم په دم بيا گناهونه

هم هغه په کې پرېوځي

چې کيني چا ته څاهونه

لکه باد هسې تېرېږي

د فاني دنيا جاهونه

اور د آه هسې لگېږي

لکه اور په گياهونه

گوره بيا به په چا سر شي

د خوشال ساړه آهونه