غزل

څو په باغ کې لا یو ګل د نوبهار شته

Khushal Khan Khattak

څو په باغ کې لا یو ګل د نوبهار شته

د بلبلو، د توتیانو پرې چغار شته

نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه کا

چې په سیر د بهار راسره یار شته

چې له یاره سره مست، د ګلو ګشت کړم

محتسب که رانږدې شي، پیزار شته

شیخ ملا دې زما غم په بهار نه خوري

چې رباب او سرندې غوندې غمخوار شته

نه به زه د میو جام کېږدم له لاسه

نه زما له پارسایۍ سره کار شته

ما و خپلې پارسایۍ ته رخصت ورکړ

په دا نورو پارسایانو مې اوس ډار شته

ساقي، بیا زما د ښار خبر واخله

لا یو څو په کوڅو پاتې پرهېزګار شته

ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګې

لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چار شته

د ګلونو په موسم کې خوار هغه دی

چې یې نه پیاله په لاس، نه یې نګار شته

چې نااهل په غفلت ورباندې نه ځي

ځکه وصل د هر ګل په څنګ کې خار شته

نن خوشاله، د زړه داد د عشرت ورکړه

دا څو ورځې غنیمت دي، څو ګلزار شته