غزل مرد هغه چې همتناک، برکتناک Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مرد هغه چې همتناک، برکتناک له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک 02 مخ یې مخ، قول یې قول، عهد یې عهد نه دروغ، نه یې فریب، نه تش تپاک 03 لږ ویل، ډېر یې کول په خاموشۍ کې د غونچې غوندې خوله ډکه، سینه چاک 04 چې خبره د پستۍ، د بلندۍ شي په لویۍ لکه اسمان، په پستۍ خاک 05 په تمکین کې لکه سرو، په سخا کې په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک 06 لکه ګل شګفتهروی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک 07 چې دا هسې ښه ویل کا زه حیران یم چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک Dictionary meaning × Headword