غزل
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
Khushal Khan Khattakپه پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ
مدعي د تورې شپې اورورکی وو
د سهیل غوندې مې ځان باندې څرګند کړ
یو په حال او په ماضي کې هسې نه وو
چې ښکاره یې د خبرو راته خوند کړ
د مرزا دیوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزاني، خویشکي، زمند کړ
که دولت وو، که واصل وو، که دا نور وو
په خبرو مې د هر یوه ریشخند کړ
قتلمې مې ورته سازې کړې د قندو
د اوربشو په ډوډیو چې چا شخوند کړ
لعل و در مې ورته وپېیل د نظم
د مشکڼو بنجاره مې مستمند کړ
هر کلام مې واردات دی یا الهام دی
چې موزون مې په تقطیع د بحر بند کړ
په تشبیه او په تمثیل، په نزاکت کې
عذوبت مې د خبرې چند در چند کړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په معنا مې د شیراز او د خجند کړ
د بوستان ونې مې واړه پیوندي دي
حقیقت مې له مجاز سره پیوند کړ
نه اندوه د مدح و ذم، نه هغه کس یم
چې د زړه په زور مې شعر چا پسند کړ
په پارسي ژبه مې هم ژبه ګویا ده
په پښتو ژبه مې خلق بهرمند کړ
یا به درست په حسد ډک، یا به جاهل وي
چا چې زړه په دا خبرو ناخرسند کړ
نه مې سود، نه مې مقصود شته په دا کار کې
محبت زما په غاړه دا کمند کړ
چا زما مړوند ټینګ نه کړ په دا کار کې
ما له هر سړي نه خلاص په زور مړوند کړ
تر قیامته به یادېږي په جهان کې
هر سړی چې خدای په فضل ارجمند کړ
عشقه، ته تر اورنګزېب بادشاه بهتر یې
چې خوشحال دې په عالم کې سربلند کړ