غزل

د سبا باده، ګذر په چمن بیا کړه

Khushal Khan Khattak

د سبا باده، ګذر په چمن بیا کړه

په چمن کې رنګارنګ ګلونه وا کړه

زه دې توان د خرخشو لرم چې کړې یې

که دې زړه زما په مرګ دی، دا دا کړه

بې نیاز څه خبر له نازه چې ناز څه دی

ستا د سترګو بلا واخلم، ناز په ما کړه

زه له خپله بخته چا و ته فریاد کړم

چې پرون یې راته مخ و، نن یې شا کړه

خوله مې ډکه شوه په شهدو، په شکرو

چې سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه

عاشقي که سراسر واړه بلا ده

ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه

زه خوشحال کمزوری نه یم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه