رباعي

په توره هېڅوک لکه پښتون نشي

Khushal Khan Khattak

ټټو به هېڅېرې د آس په یون نشي

په توره هېڅوک لکه پښتون نشي

اصل په هر څه کې خپل ځان څرګند کا

خوند د مترو به د غنم‌ګون نشي