غزل
ای ګله! چې ستا ډکې د خندا نه سترګې لاړې
Khatir Afridiای ګله! چې ستا ډکې د خندا نه سترګې لاړې
نو خود مې لرې برې د ژړا نه سترګې لاړې
زړګيه! پس له دې به يې د ستا په سترګو ګورم
نظر مې وه اشنا چې لاړ زما نه سترګې لاړې
هم دا دې بدرګه شوه مه کړه ډار له راهزنانو
ای ګله ورسته وړاندې مې له تا نه سترګې لاړې
ماوې چې که ورګورې نو اوس بيا مخ پټوي
نو کوزې مې ګرېوان ته له حيا نه سترګې لاړې
يو بل ته په کاته شو او په زړونو زلزلې وې
محفل ته چې ته راغلې د هر چا نه سترګې لاړې
لږ راشه شمع رويه! لږ مې وګوره چې څه شوم
د ستا په تماشا کښې مې له ځانه سترګې لاړې
نو څه شو که مړې د خاطر سترګې په تا نه شوې
چې ډېرې داسې وږې له دنيا نه سترګې لاړې