غزل ای ګله! چې ستا ډکې د خندا نه سترګې لاړې خاطر افریدي د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ای ګله! چې ستا ډکې د خندا نه سترګې لاړې نو خود مې لرې برې د ژړا نه سترګې لاړې 02 زړګيه! پس له دې به يې د ستا په سترګو ګورم نظر مې وه اشنا چې لاړ زما نه سترګې لاړې 03 هم دا دې بدرګه شوه مه کړه ډار له راهزنانو ای ګله ورسته وړاندې مې له تا نه سترګې لاړې 04 ماوې چې که ورګورې نو اوس بيا مخ پټوي نو کوزې مې ګرېوان ته له حيا نه سترګې لاړې 05 يو بل ته په کاته شو او په زړونو زلزلې وې محفل ته چې ته راغلې د هر چا نه سترګې لاړې 06 لږ راشه شمع رويه! لږ مې وګوره چې څه شوم د ستا په تماشا کښې مې له ځانه سترګې لاړې 07 نو څه شو که مړې د خاطر سترګې په تا نه شوې چې ډېرې داسې وږې له دنيا نه سترګې لاړې د قاموس مانا × اصلي کلمه