څلوريزه

عادت چې بد لري ځان يې ژړلی دی

Khushal Khan Khattak

عادت چې بد لري ځان يې ژړلی دی

عادت چې بد لري سر يې خوړلی دی

عادت په پند نه ځي، عادت په بند نه ځي

عادت له سره، سره تړلی دی