غزل

ای چې لافې د رنځور د رغېدو کړې

Khushal Khan Khattak

ای چې لافې د رنځور د رغېدو کړې

د خپل کلي رنځور روغ کړه، ما به سو کړې

نور به ستا په رضا ځم توبه وکښلی

خو که دا ځله زما گناه تر پښو کړی

يوه ورځ به په مرگي سره جدا شو

ياره! تل د بېلتانه خبرې څو کړې

تور باڼه راته ځمبې، په دا پوهېږم

يوه ورځ مې به په دا تېرو نېزو کړې

د تيرا اوبه دې وڅښې، خوی دې نور شو

اپريدي غوندې خبرې د ولجو کړې

چې په زړه يې گرځوم په تا معلوم دی

ترويتي غوندې ويل ټوله د زړو کړې

ستا په خوی مې وېره شي،ظالمان ځوان مري

له آزاره وېره وکړه ظلم څو کړې

که د غشي په ويشته سره خوږېي

زه چې ستا په تير زخمي شم ما بخښو کړې

وايې تا وته به وکړم اوس ښکنځلې

لا به کله دا نبات په ما پېرزو کړې

د توتا خبرې هم دا هسې نه وي

په پند بند د مشغولا ويل ورو ورو کړې

ستا په ډېر ماڼې به حال د خوشال څه شي؟

چې په لږ ماڼې يې ډېر په اندېښنو کړې