غزل ای د نفس او د حرص په هوا لېوه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ای د نفس او د حرص په هوا لېوه په ظاهر صورت ملک په معنی دېوه 02 شدادي خصلت دې ونيوه د ظلم خبر نه شوې دمسکين د زړه له غرېوه 03 تا چې ځان د مړغنې په دود تريخ کړ په دې خوی به برابر نه شې له سېوه 04 خر وجود به دې په څه رنگه حاصلېږي چې دې ليک د يار له دره دوه و درې وه 05 په ظاهر صورت تندرست په روح رنځوره درېغه وسوې تر دغ پوست لاندې معتيوه 06 د نېستۍ له مکافاته هغه خلاص شه چې هستي يې د فنا په مخ ايرې وه 07 نيمه شپه ووده يې پاڅوه له خوبه و رحمان وته په خپله په نارې وه Dictionary meaning × Headword