غزل

ای د نفس او د حرص په هوا لېوه

رحمان بابا

ای د نفس او د حرص په هوا لېوه

په ظاهر صورت ملک په معنی دېوه

شدادي خصلت دې ونيوه د ظلم

خبر نه شوې دمسکين د زړه له غرېوه

تا چې ځان د مړغنې په دود تريخ کړ

په دې خوی به برابر نه شې له سېوه

خر وجود به دې په څه رنگه حاصلېږي

چې دې ليک د يار له دره دوه و درې وه

په ظاهر صورت تندرست په روح رنځوره

درېغه وسوې تر دغ پوست لاندې معتيوه

د نېستۍ له مکافاته هغه خلاص شه

چې هستي يې د فنا په مخ ايرې وه

نيمه شپه ووده يې پاڅوه له خوبه

و رحمان وته په خپله په نارې وه