غزل عجايب سينگار يې وکړ بيا بلا کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عجايب سينگار يې وکړ بيا بلا کا د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا 02 معشوقې ته چې يې هومره حسن ورکړ دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا 03 په هر ځای چې څو محبوبې سره کښېني هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا 04 دوه مين که سره هر څو، مرور وي خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا 05 تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخېږي که راپورته محبوبا سترگې، شهلا کا 06 څو د شاه په کښلي مخ باندې خالونه ما به هم په هومره داغه مبتلا کا 07 همگي يې ستا له مخه گفتگوی شي چې دردمند و بله ټول شي مشغولا کا 08 په ځير ځير يې مخ ته مه گوره خوشاله! په خاطر به دې د اور لمبې والا کا Dictionary meaning × Headword