غزل
عجب کار دی ستا د شونډو
Khushal Khan Khattakعجب کار دی ستا د شونډو
ښه روزگار دی ستا د شونډو
پرې بنډو دی د ځوانانو
څه دربار دی ستا د شونډو
په کالونو له ما نه ځي
بد خمار دی ستا د شونډو
لکه ستا زلفينې، زړه مې
په کنار دی ستا د شونډو
د يمن ياقوت آبدار دي
که آبدار دي ستا د شونډو
په صورت کې مې جان څه دی؟
يو يادگار دی ستا د شونډو
په هجران کې سرې سرې اوښکې
دا نثار دی ستا د شونډو
ځکه ځان هسې عزيز دی
پرې گوزار دی ستا د شونډو
چې دخضر ترې مايه ده
چشمه سار دی ستا د شونډو
ځان بې ستا له شونډو پايي
شرمسار دی ستا شونډو
دخوشال خټک په زړه کې
انتظار دی ستا د شونډو