غزل

الْهي د محبـت په اورکـښي تـوان را

Khatir Afridi

الْهي د محبـت په اورکـښي تـوان را

سـمندر رنګه د پټي خولي بیـان را

کل سـختي مي له زړه و باسې قادره

لکه زلفي د خوبانو زړه پرېشان را

چي د فیض لباس هر څوک را څخه یوسـي

د دانش له رخته ډک هسي دوکان را

چي مي شناخت له تـا پـه وشـي ذوالجلالـه

پــه خپـل لطـف سـره ډک جام د عرفان را

چي بې تـا یې په زړه بله هوا ګرزي

د هغه عالِم له دیـده ته امان را

جسم و جـان مي کـړه فارغ له غیـره خیاله

په منقار د هُمای عشق مات اسـتخوان را

ماسـوا مي له خاطره فراموش کړه

د خپل حب ځای په سینه کي زمـا ”حنـان“را