غزل الْهي د محبت په اورکښي توان را خاطر افریدي د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 الْهي د محبت په اورکښي توان را سمندر رنګه د پټي خولي بیان را 02 کل سختي مي له زړه و باسې قادره لکه زلفي د خوبانو زړه پرېشان را 03 چي د فیض لباس هر څوک را څخه یوسي د دانش له رخته ډک هسي دوکان را 04 چي مي شناخت له تا په وشي ذوالجلاله په خپل لطف سره ډک جام د عرفان را 05 چي بې تا یې په زړه بله هوا ګرزي د هغه عالِم له دیده ته امان را 06 جسم و جان مي کړه فارغ له غیره خیاله په منقار د هُمای عشق مات استخوان را 07 ماسوا مي له خاطره فراموش کړه د خپل حب ځای په سینه کي زما ”حنان“را د قاموس مانا × اصلي کلمه